په کابل کښې د ازادۍ د ورځې په مناسبت مراسم وشول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151476-په_کابل_کښې_د_ازادۍ_د_ورځې_په_مناسبت_مراسم_وشول
زمونږ خبریال راپور راکړی نن د زمري ۲۸ مه له انګریزي ښکیلاک د خپلواکۍ اخېستلو ۱۰۵ مه کالیزه ده او په کابل کې دا ورځ په يو لړ شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه.
(last modified 2024-08-18T05:51:03+00:00 )
Aug 18, 2024 10:19 Asia/Kabul
  • په کابل کښې د ازادۍ د ورځې په مناسبت مراسم وشول

زمونږ خبریال راپور راکړی نن د زمري ۲۸ مه له انګریزي ښکیلاک د خپلواکۍ اخېستلو ۱۰۵ مه کالیزه ده او په کابل کې دا ورځ په يو لړ شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د خپلواکۍ ورځې په مناسبت وویل، امنیتي ځواکونه به چا ته اجازه ور نه کړي چې د هېواد خپلواکۍ او ازادۍ ته ګواښ پېښ کړي.

ښاغلي حنفي تېر شل کلن اشغال ته په اشارې وویل، انګریزانو د څلورم ځل لپاره د ناټو په چوکاټ کې ماتې وخوړه.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په عین حال کې وویل د هر هغه چا پر ضد به جدي مبارزه وشي چې د  افغانستان د اشغال فکر وکړي.

په همدې حال کې يو شمېر عام افغانان وایي، چې افغانانو په مېړانه د انګریزانو پر وړاندې مبارزه وکړه او د هېواد خپلواکۍ یې ترلاسه کړه.

د يادونې وړ ده حې د طالبانو حکومت د دې ورځې په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده او په ښار کې ټينګ امنيتي تدابير نيول شوي دي.