په کابل کښې د ازادۍ د ورځې په مناسبت مراسم وشول
زمونږ خبریال راپور راکړی نن د زمري ۲۸ مه له انګریزي ښکیلاک د خپلواکۍ اخېستلو ۱۰۵ مه کالیزه ده او په کابل کې دا ورځ په يو لړ شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د خپلواکۍ ورځې په مناسبت وویل، امنیتي ځواکونه به چا ته اجازه ور نه کړي چې د هېواد خپلواکۍ او ازادۍ ته ګواښ پېښ کړي.
ښاغلي حنفي تېر شل کلن اشغال ته په اشارې وویل، انګریزانو د څلورم ځل لپاره د ناټو په چوکاټ کې ماتې وخوړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په عین حال کې وویل د هر هغه چا پر ضد به جدي مبارزه وشي چې د افغانستان د اشغال فکر وکړي.
په همدې حال کې يو شمېر عام افغانان وایي، چې افغانانو په مېړانه د انګریزانو پر وړاندې مبارزه وکړه او د هېواد خپلواکۍ یې ترلاسه کړه.
د يادونې وړ ده حې د طالبانو حکومت د دې ورځې په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده او په ښار کې ټينګ امنيتي تدابير نيول شوي دي.