طالبان: په ګډه پوله دیوال وهل د ایران حق دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151582-طالبان_په_ګډه_پوله_دیوال_وهل_د_ایران_حق_دی
د ایران له لوري له افغانستان سره په ګډه پوله د دېوال د درولو په اړه د طالبانو حکومت په لومړني غبرګون کې وویل چې دا د ایران حق دی.
(last modified 2024-08-20T22:18:16+00:00 )
Aug 21, 2024 02:02 Asia/Kabul
  • طالبان: په ګډه پوله دیوال وهل د ایران حق دی

د ایران له لوري له افغانستان سره په ګډه پوله د دېوال د درولو په اړه د طالبانو حکومت په لومړني غبرګون کې وویل چې دا د ایران حق دی.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت مرستیال ویندوی حمد ا... فطرات وویل، “ایران غواړي چې په خپله خاوره کې پوله بنده کړي، دا د ایران حق دی چې دا پروژه اجرا کوي، او کولی شی د خپلو سرحدونو د ښه امنیت لپاره امنیتي ګامونه واخلي. ایران به د پولې د بندولو د پروژې تطبیق له اسلامي امارت سره په موافقې او همغږۍ اجرا کړي.”

د ایران د پوځ د مځکنیو ځواکونو قوماندان سیروس امان الهي مخکې ویلي و: “د ایران او افغانستان ترمنځ د راکړو ورکړو او نورو تعاملاتو د کچې د زیاتوالي له امله، مونږ په ګډو په سرحدونو کې د امنیت د زیاتوالي شاهدان یوو، او د امنیتي ځواکونو په حضور امنیت دوه برابره ښه شوی دی.”

هغه د ایران ختیځې پولې ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل: “د دې لپاره چې په ایران کې دننه دوامداره امنیت ډاډمن شي، له افغانستان سره د ایران د ۳۳۰ کیلومتره ختیځې پولې د بندولو پروژه به د دې کال تر پایه بشپړه شي.”

د ایراني چارواکي په وینا، په خراسان رضوي ، خراسان جنوبي ، او سیستان او بلوچستان ولایتونو کې د سرحدونو د بندولو چارې به په راتلونکو دریو کلونو کې بشپړې شي.

ایران په وروستیو کې د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته یې د راستنولو بهیر ګړندی کړی دی خو یو شمېر ایراني چارواکي وايي، تر څو چې یې خپلې پولې بشپړه کنټرول کړي نه وي، د کډوالو د ورتګ ستونزه نه حل کېږي.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، په افغانستان کې د بې روزګارۍ د ډېرېدو او اقتصادي بحران له کبله،  میلیونونه نور افغانان ایران ته راغلي دي.