له افغانستانه د وتلو مسئولان به له کاره ګوښه کړم
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151642-له_افغانستانه_د_وتلو_مسئولان_به_له_کاره_ګوښه_کړم
د امریکا دغه کرغیړن پخواني ولسمشر  ووئیل؛له افغانستانه په ۲۰۲۱کال کې پوځي وتل  د امریکا په تاریخ کې یوه ترټولو سپکه  کونکې پیښه ده.
(last modified 2024-08-23T03:57:34+00:00 )
Aug 23, 2024 01:47 Asia/Kabul
  • له افغانستانه د وتلو مسئولان به له کاره ګوښه کړم

د امریکا دغه کرغیړن پخواني ولسمشر  ووئیل؛له افغانستانه په ۲۰۲۱کال کې پوځي وتل  د امریکا په تاریخ کې یوه ترټولو سپکه  کونکې پیښه ده.

د امریکا پخواني کرغیړن ولسمشر او په راتلونکو انتخاباتو کې د جمهوری غواړو کاندید ټينګار کړی که بریالي شي، نو له افغانستانه به د غمیزه رامینځةکونکې وتنې ټول مسئولان  له کاره ګوښه کړم.

هغه په شمالی کارولینا کې د انتخاباتي کمپاین په یوې غونډې کې له افغانستانه د امریکائي پوځيانو د غمجنونکي وتلو په دلیل د امریکاپر ولسمشر جوزف بایډن او د هغه په مرستیالې او خپلې انتخاباتي سیالې کاملا هریس باندې سختې نیوکې وکړې.

د امریکا دغه کرغیړن پخواني ولسمشر ووئیل؛له افغانستانه په ۲۰۲۱کال کې پوځي وتل  د امریکا په تاریخ کې یوه ترټولو سپکه  کونکې پیښه ده.

ډونالډټرمپ له دې مخکې هم وئيلي وو،  د امریکا په تاریخ کې به د افغانستان وروستي بدلونونه دبهرني  سیاست په ډګر کې یوه ترټولو سپکه او بې ننګه پيښه یاد شي. هغه ټيڼګار وکړ، د امریکائي پوځیانو ویستل  د ؛بشپړ تسلیمیدا په معنا وه. دا موضوع همداراز  دیوه هیواد د رهبر هماغه نالایقتوب ښئ ،که زه ولسمشر وائ ،نو هیڅکله به داسې پيښه نه وائ شوي.