افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د لا خرابیدو خواته روان دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان لپاره د بشري حقونو برخه کې ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر په خپل تازه رپوټ کې ویلي افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د لا ډېر خرابیدو خواته روان او د مخنیوي لپاره یې اړتیا ده چې نړیواله ټولنه پرېکنده ګام واخلي.
ریچارډ بېنېټ ملګرو ملتونو ته د خپل رپوټ وړاندې کولو پرمهال خبرداری ورکړ، که افغانستان کې وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د کډوالۍ پراخه لړۍ به پیل شي او د افغانستان له پولو د باندې به امنیتي ګواښونه رامنځته شي.
نوموړي افغانستان کې د یوه سیاسي نظام رامنځته کولو لپاره هم پر یوې لار نقشې ټینګار وکړ.
ریچارډ بېنېټ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ درېیمې کمېټې غونډه کې د وینا پرمهال له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانانو د ګټو پام کې نیولو سره د مشخصې ستراتیژۍ له مخې کار وکړي او له اوسني تعامله چې د هېوادونو او سیمه ییزو ګټو پام کې نیولو سره کېږي، ډډه وکړي.
د ملګرو ملتونو دې ځانګړې رپورټر چې طالبانو یې افغانستان ته پر ورتګ بندیز لګولی، وویل، دا سمه ده چې افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی، ځکه اوسنيو واکمنانو په خپله ناامنیو کې لاس درلود، خو دا هېواد له دې درکه چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته متخصصین له لاسه ورکړي له لویې ضایعې سره مخامخ دی.
ښاغلي بېنېټ د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینرلي اوغلو سپارښتنو ته په اشارې سره وویل، اړتیا دا ده چې د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره لار نقشه جوړه شي، دا سې چې ښځې، مدني ټولنه او طالبان پکې ځان وویني.