د طالبانو حکومت : په ننګرهار کې یی یوه ښځه په دُرو وهلې
Nov 05, 2024 07:08 Asia/Kabul
د افغان رسندویو له راپور سره سم د طالبانو د حکومت سترې محکمې د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې یوه ښځه په دُرو وهلې ده.
دغې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاده ښځه له کوره د تېښتې د هڅې په تور، په ۳۹ دُرو وهل شوې ده.
د یادونې ده چې د طالبانو سترې محکمې بل پرون هم په ننګرهار کې پر دوو کسانو د تعزیري سزاګانو د تطبیق خبر ورکړی و.
یوناما هم تېره پنجشنبه په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي،چې طالبانو د جولای له لومړۍ نېټې د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې په افغانستان کې ۱۱۱ بدني مجازات پر ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځو او یوې نجلۍ تطبیق کړي دي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو بنسټونو د طالبانو له حکومت غوښتي چې دغه ډول سزاګانې ودروي.