د افغانستان د طالبانو یو پلاوی اذربایجان جمهوریت ته رسیدلی
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مولوي مطیع الحق خالص د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه اذربایجان ته رسېدلی.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، چې یاد کنفرانس د روان میلادي کال د نوامبر له ۱۱مې تر ۲۲مې نېټې د اذربایجان پلازمینه باکو کې ترسره کېږي، چې د نړۍ د ډیر شمېر هېوادونو مشران، د چاپېریال ساتنې وزیران او متخصصین به پکې ګډون وکړي.
د يادې ادارې په خبرپاڼه کې ويل شوي، افغان پلاوی به په دې کنفرانس کې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په برخه کې د نړیوالو سره د همکارۍ د پیاوړتیا؛ د اقلیمي بدلون په برخه کې موجوده مالي میکانیزمونو ته د افغانستان د لاسرسي او اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په تړاو له نړیوالو سره خپلي غوښتني شریکي کړي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص اذربایجان ته له روانیدو وړاندې وويل: موږ به کوشش وکړو چې په (COP-29)کې د اقلیمي بدلون او چاپېریالي ستونزو اړوند موضوعات له نړیوالو سره شریک او د افغانانو غږ به تر هغوی پورې ورسوو.
ښاغلي خالص د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کې د افغان پلاوي ګډون د افغانستان لپاره یو ښه فرصت وباله او ویې ویل چې په پوره چمتووالي به هڅه وکړو چې اعظمي ګټه ترې پورته کړو او له مختلفو جهتونو سره بحث او خبري وکړو.
بدلون؛
بلخوا د سیاسي چارو شنونکی حبیبالله امرخیل جانبدار وایي، چې د چاپیریال ساتنې موضوع باید سیاسي نشي او نړيوالو بايد په دې برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي.
په داسې حال کې چې د طالبانو سرپرست حکومت د نړيوالو لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې افغان پلاوي ته د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکول کیږي.