ممبۍ کښې د افغانستان په کنسولګرۍ کښې د پاسپورټونو ویش پیل شو
طالبانو اعلان وکړ چې په ممبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ افغانانو ته د پاسپورټونو ورکول پیل کړي دي.
د هندوستان په ممبۍ ښار کښې د افغانستان قونسلګرۍ افغان اتباعو ته د پاسپورټونو د ورکولو د بهیر د پیلولو خبر ورکړ.
د دې قونسلګرۍ په ایکس پاڼه کې د یوې لنډې خبرتیا له مخې، ټاکل شوې چې د پاسپورټونو د ویش بهیر نن (دوشنبه د لړم ۲۱مه) پیل شي.
د دې پاڼې اعلامیه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند ضیا احمد تکل له خوا دوباره خپره شوې ده.
په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د فعالیت وضعیت روښانه نه دی ځکه چې د هندوستان حکومت او طالبانو په دې وروستیو کښې په دې اړه هیڅ نه دي ویلې.
دغه سفارت د تیر کال د لیندۍ یا قوس په میاشت کې خپل دایمي بندیدل اعلان کړي وو.
د تېر حکومت ډیپلومات فرید ماموندزي د دغه بندېدو لامل د هند د حکومت نه همکاري او پر طالبانو فشارونه بللي وو.