د پاکستاني طالبانو له طاقت موندلو د افغان طالبانو اندیښنه
ځینو رسنیو ادعا وکړه چې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو د تحریک د قدرت موندلو او د ځینو غړو د یو ځای کېدلو په اړه اندیښنې ښودلې دي.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې د ټي ټي پي له پیاوړتیاو په افغانستان کې هم د ځان لپاره د غړو له استخدامولو ورسوته د کابل اوسني حکومت ته هم اندیښنې پېدا شوې دي.
ځینو سرچینو افغان رسنیو ته ویلي چې د طالبانو یو شمېر ځایي کوماندان د ټي ټي پي لپاره د غړو نیولو د هڅې په وجه زیاتره په جنوبي ولایتونو منجمله خوست، پکتیا او پکتیکا کې نیول شوې دي.
دا اقدام د پاکستان د تحریک طالبان د جنګي طاقت په زیاتېدو او د افغانستان په داخلي امنیت یې د اغیزو په وجه په افغانستان کې د طالبانو د اندیښنو ښودنه کوي.
شناندي باوري دي چې د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو پیچلې اړیکي د لا زیاتو شخړو د جوړېدو سبب کیدلی شي.
ویل کیږي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله هڅه کړې چې په سرحدي سیمو کې د خپلو ځواکونو په ځای پر ځای کولو سره د پاکستاني طالبانو د تحریک فعایتونه تر پخوا زیات تر څارنې لاندې ولري.