ایران او افغانستان د ریلي ملګرتیاؤ د پراخولو هلې ځلې کوي
د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او ورسره مل پلاوي د ریلي همکاریو په موخه ایران ته سفر کړی.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، ښاغلی صاحبزاده او ورسره مل پلاوی د ایران ریلوی ادارې په رسمي بلنه هغه هېواد ته تللی دی.
حق شناس زياتوي، افغان پلاوی به دې سفر کې د ایران اوسپنې پټلۍ او نورو اړوند ادارو سره د خواف- هرات د اورګاډي پټلۍ د لارې د راکړې ورکړې په زياتوالي او د دوه اړخیزو ریلي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
بايد يادونه وشي، چې د ايران او افغانستان د اورګاډي پټلۍ د دواړو هېوادونو تر منځ يوه له مهمو ګډو پروژو څخه ده، چې د سيمه ييزو اقتصادي، سوداګريزو او ترانسپورتي اړيکو په پياوړتيا کې مهم رول لوبولى شي.
هېره دې نه وي چې دا مهال د خواف – هرات له لارې د سوداګریزو توکو انتقالاتو جریان ترڅنګ د یاد مسیر یو شمېر برخې هم تر کار لاندې دي.