ناڅرګندو وسله ‌والو په بغلان کې ۱۱ تنه په ډزو وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i154528-ناڅرګندو_وسله_والو_په_بغلان_کې_۱۱_تنه_په_ډزو_وژلي
د افغانستان بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې تیره شپه ناڅرګنده وسله والو په یوه زیارت کې ۱۱ تنه په ډزو وژلي.
(last modified 2024-11-22T07:19:10+00:00 )
Nov 22, 2024 11:46 Asia/Kabul
  • ناڅرګندو وسله ‌والو په بغلان کې ۱۱ تنه په ډزو وژلي

د افغانستان بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې تیره شپه ناڅرګنده وسله والو په یوه زیارت کې ۱۱ تنه په ډزو وژلي.

رسنیو د سرچینو له قوله لیکلي، دغه کسان د یاد ولایت د نهرین ولسوالۍ د زوړ ښار په سید پادشاه زیارت کې په داسې حال کې وژل شوي، چې دوی په عبادت بوخت وه.

ویل کیږي، یاد کسان د تصوف لارې پلویان وو، چې د وژنې پړه یې تر دې دمه چا پر غاړه نده اخیستې.

که څه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي، خو تر دې وړاندې د بادغیس ـ فاریاب په لاره هم ګڼ شمېر مسافر په ډزو وژلي وو.