ناڅرګندو وسله والو په بغلان کې ۱۱ تنه په ډزو وژلي
Nov 22, 2024 11:46 Asia/Kabul
د افغانستان بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې تیره شپه ناڅرګنده وسله والو په یوه زیارت کې ۱۱ تنه په ډزو وژلي.
رسنیو د سرچینو له قوله لیکلي، دغه کسان د یاد ولایت د نهرین ولسوالۍ د زوړ ښار په سید پادشاه زیارت کې په داسې حال کې وژل شوي، چې دوی په عبادت بوخت وه.
ویل کیږي، یاد کسان د تصوف لارې پلویان وو، چې د وژنې پړه یې تر دې دمه چا پر غاړه نده اخیستې.
که څه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي، خو تر دې وړاندې د بادغیس ـ فاریاب په لاره هم ګڼ شمېر مسافر په ډزو وژلي وو.
ټیګونه