متقي د مسکو او کابل ترمنځ راشه درشه مهمه وبلله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i154608-متقي_د_مسکو_او_کابل_ترمنځ_راشه_درشه_مهمه_وبلله
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي شمیر کابلوف سره په کتنه کې د مسکو او طالبانو ترمنځ د چارواکو د تګ راتګ پر اهمیت ټینګار وکړ.
(last modified 2024-11-24T23:08:24+00:00 )
Nov 25, 2024 03:36 Asia/Kabul
  • متقي د مسکو او کابل ترمنځ راشه درشه مهمه وبلله

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي شمیر کابلوف سره په کتنه کې د مسکو او طالبانو ترمنځ د چارواکو د تګ راتګ پر اهمیت ټینګار وکړ.

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت ویلي چې د ښاغلیو متقي او کابلوف د کتنې هدف د دوه اړخیزو همکاریو ارزول و او په کې د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ضیااحمد تکل، د ښاغلیو متقي او کابلوف د خبرو په اړه پر ایکسپاڼه کې لیکلي چې دوی د دواړو هېوادونو اړیکې مهمې وبللې او د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.

امیرخان متقي ویلي چې روسیې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د طالبانو د حکومت ګڼ شمېر چارواکي د رسمي غونډو لپاره مسکو ته بللي دي.

هغه د مسکو د بلنو مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د چارواکو تګ راتګ یې مهم بللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند لیکلي چې ضمیر کابلوف له امیرخان متقي سره په کتنه کې ژمنه کړې چې ډېر ژر به د مسکو یو جګپوړې پلاوی کابل ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه به له طالب چارواکو سره خبرې وکړي.

روسیه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو په مسکو کې یې د افغانستان په سفارت کې طالب استازی د شارژدافېر تر کچې منلی دی.