د حضرت امام رضا په حرم کې د افغانستان د طالبانو پلاوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i154664-د_حضرت_امام_رضا_په_حرم_کې_د_افغانستان_د_طالبانو_پلاوی
 د افغانستان د طالبانو د حکومت د فواید عامه  وزارت د ریل پټلۍ معین او دټرانسپورټي وزیر مرستیال   په مشهد مقدس کې په شتون سره د حضرت امام رضا علیه السلام د سپیڅلی حرم له زیارته مشرف شو.
(last modified 2024-11-26T05:59:22+00:00 )
Nov 26, 2024 10:24 Asia/Kabul
  • د حضرت امام رضا په حرم کې د افغانستان د طالبانو پلاوی

 د افغانستان د طالبانو د حکومت د فواید عامه  وزارت د ریل پټلۍ معین او دټرانسپورټي وزیر مرستیال   په مشهد مقدس کې په شتون سره د حضرت امام رضا علیه السلام د سپیڅلی حرم له زیارته مشرف شو.

زمونږ خبریال د ایکنانیوز  له قوله راپور راکوي،  د افغانستان  د طالبانو د حکومت د فواید عامه وزارت د ریل پټلۍ د  چارو دبرخې معین  او ټرانسپورټ  مرستیال وزیر  مولوی محمد اسحق صاحبزاده پرون ماښام  سره د پلوای  د امام رضا د حرم د غیر ایرانیو دڅانګې د مدیریّت په کوربتوب سره  د حضرت امام رضا علیه السلام د سپيڅلي حرم په زیارت کولو سره د رضوي دمطهر  حرم مختلفې برخې  ولیدې.

 په دغه راپور کې وئيل شوي دي، دغه پلاوي  د  قرآن دمیوزیم، مرکزي میوزیم، انقلاب صحن، آزادۍ صحن ،قدس صحن ، د خدای بخښلي ولسمشر ابراهیم ریسي  مرقد او  د ګوهر شاد جومات کتنه وکړه.

 دافغانستان د حکومت دغه پلاوي  همدرازا  دصفه دستورې چې  د قرآن کریم دحافظانو او قاریانو به وسیله  دقرآن قرائت پکې شامل ؤ هم کتنه وکړه .

د رضوي مطهر  حرم د غیر ایرانیو  برخې د چارو مدیر سید محمد ذوالفقاري  ددغې کتنې په څنډې کې  ایکنانیوز ته ووئيل، دغه  برخه د زیارت کونکو او  کتونکو  لپاهر  د مناسبو شرائطو په برابرولو سره  چې لازمې غږملتیاوې ، دقیقې پلانونې  او اړونده  نور خوښ  خدماتو وړاندې کول، او د کتونکو وړ نور خدمات  وړاندې کوي. دغه اقدامات نه یوازې د  کتونکو د آسانتیا او هوساینې  سبب کیږي، بلکې  د دوی لپاره  خاطره لرونکي او معنوی تجروبه  هم ده.

 هغه ووئيل،  د افغانستان دغه حکومتی پلاوي لیده کاته مذهبی اوکلتوری  مسئلو ته د افغانستان د چارواکو داهتمام او توجه نښه ده .  مولوي  محمد اسحق صاحبزاده  او ورسره پلاوي  د  حضرت امام رضا په حرم کې په ضشتون سره ، ددینی او کلتوري ارتباطاتو  په اهمیّت  باندې په ټينګار سره  ووئیل، چې دغه اړیکې څرنګه  په سیمې کې د مسلمانانو  د وحدت اوپیوستون  له پیاوړتیا سره مرسته کولی شي. دغه کتنه ،  ددواړو هیوادونو ترمینځ  داسلامی  اوکلتوری ارزښتونو د دودولو او ساتلو لپاره  دګډو هلوځلو  بیلګه  او مثال دی.

هغه په دوام کې ووئیل،  دغه کتنه او سفر  د دوو ملتونو ترمینځ د یوه ارتباطي پل په توګه  عمل کوي.  ګډتاریخ او کلتور ته  په پام سره  دغه ډول تعاملات  د متقابل  فهم او پیژندګلوۍ له پراختیا سره مرسته کولی شيږ او د کلتوري ،اجتماعي او اقتصادي برخو پشمول  په مختلفو  زمینو کې د لازیاتو ملګرتیاؤ   زمینه جوړونوکي کیدلی شي. په تیره بیا په اوسنیو شرائطو کې په مسلمانانو کې  پیوستون او اتحاد ته  لازیاته اړتیا احساسیږی . دغه شان لیده کاته  د ملتونو ترمینځ د ملګرتیا او یوزړتوب د روحیې د پیاوړتیا سبب کیږي.