افغانستان او ترکیه د اقتصادی فعالیتونو لپاره ګډې کمیټئ جوړوي
د افغانستان د تجارت او صنعت وزیر او د ترکیې تجارت وزیر او دغه راز د آذربایجان جمهوریت د اقتصادي چارو وزارت مرستیال سره کتنه او خبرې اترې کړي دي.
تسنیم خبري آژانس راپور ورکړی، د افغانستان د تجارتي چارو وزیر نورالدین عزیزي د استانبول د حلال نړیوال نندارتون په څنډې کې د ترکیې د تجارتي چارو له وزیر عمر بولات سره کتنه کړې ده.
د افغانستان د تجارتي چارو د وزارت د خبرتیا په اساس، دواړو لورو په دغې کتنې کې دافغانستان او ترکیط د خصوصي برخې او حکومتي پلاؤ سفرونو ته په اشارې سره ، دغه سفرونه د دوواړو هیوادونو ترمینځ د تجارت د پراختیا او زیاتیدا اساس او سریزه بللې ده.
دواړو لورو په افغانستان او ترکیې کې پر لازیاتو لیدوکتو او نندارتونونو ترسره کیدا باندې په ټينګار سره موافقه کړې ده ، یوه تخنیکی او ارتباطي کمیټه جوړه کړي څو د اقتصادي ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره فرصتونه او دغه لار چیلنجونه او مشکلات وپيژندي.
عزیزي په دوام کې د آذربایجان جمهوریت د اقتصادي چارو د وزارت له مرستیال مامدوف سره هم د ؛لاجورد لارې ؛ څخه د تل پاتې استفادې په باب هم خبرې اترې کړي دي.مامدوف په دغې کتنې کې ددواړو هیوادونو ترمینځ دتجارتي اړیکو د پراختیا لپآره ددغه هیواد د تولیداتو او محصولاتو په نندارتون کې چې په نزدې راتلونکي کې ترسره کیږي، د ګډون لپاره د افغانستان حکومتي پلاوي او خصوصي برخې ته بلنه هم ورکړه.