کابل کښې د ایران نوي سفیر په رسمي توګه کار پیل کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i154790-کابل_کښې_د_ایران_نوي_سفیر_په_رسمي_توګه_کار_پیل_کړ
په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت نوی مشر د خپل ماموریت د پیلولو په موخه کابل ته ورسید او د ایران د سفارت او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له خوا یې تود هرکلی وشو.
(last modified 2024-11-30T06:59:19+00:00 )
Nov 30, 2024 11:18 Asia/Kabul
  • کابل کښې د ایران نوي سفیر په رسمي توګه کار پیل کړ

په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت نوی مشر د خپل ماموریت د پیلولو په موخه کابل ته ورسید او د ایران د سفارت او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له خوا یې تود هرکلی وشو.

له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې ښاغلي بېګدلي د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې خبريالانو ته وويل؛  په افغانستان کښې د دغه هیواد د سفارت په شمول د ایران د اسلامی جمهوریت د ماموریتونو ترټولو مهم لومړیتوب د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیاو پراختیا ده.

هغه دا هم وويل چې افغانان باید د ویزې په ترلاسه کولو او له قانوني لارو ایران ته داخل شي.

تر دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ایران د سفارت له نوي سرپرست سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی و.

د یادولو وړ ده چې تیره اونۍ علیرضا بیګدلي د ايران د بهرنيو چارو وزارت د یوه فرمان له مخې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر په توګه وټاکل شو.

ښاغلي کاظمي قمي درې کاله د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي او همهاله دوه کاله په افغانستان کې د ایران د سیاسي نمایندګۍ د مشر په توګه دنده ترسره کړه.

د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پراختیا په ځانګړي ډول د اقتصاد، سوداګرۍ، ترانزیت، له نشه یي توکو سره مبارزه، د سرحدي ستونزو او په ایران کې د افغان کډوالو د چارو په برخه کې د همکاریو پراختیا هغه مسایل دي چې د دواړو هېوادونو چارواکي پرې ټینګار کوي.