بهرنيو دولتونو په افغانستان کې په نږدې هر هدف کې ماتې خوړلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i154992-بهرنيو_دولتونو_په_افغانستان_کې_په_نږدې_هر_هدف_کې_ماتې_خوړلې
د جرمني پخوانۍ لومړۍ وزیره انګلا مېرکل ویلي چې بهرنيو دولتونو په افغانستان کې د قانون د حاکمیت او د ښځو د حقونو د مسئلو په ګډون، په نږدې هر هدف کې «ماتې» خوړلې ده.
(last modified 2024-12-06T11:37:50+00:00 )
Dec 06, 2024 16:05 Asia/Kabul
  • بهرنيو دولتونو په افغانستان کې په نږدې هر هدف کې ماتې خوړلې

د جرمني پخوانۍ لومړۍ وزیره انګلا مېرکل ویلي چې بهرنيو دولتونو په افغانستان کې د قانون د حاکمیت او د ښځو د حقونو د مسئلو په ګډون، په نږدې هر هدف کې «ماتې» خوړلې ده.

مېرکل زياته کړې چې د افغانستان د لوېديځو متحدانو له خوا د کلتوري تفاهم د درک کمښت، اداري فساد او د نشه‌يي توکو قاچاق د دې ماتو لاملونه دي.

نوموړې ویلي چې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ «پوځي برید» کې د جرمني ګډون سمه پرېکړه وه، ان که چېرې ماضي ته نظر وشي.

د هغې په وینا، «توجیه‌منونکې هیله» شته چې پوځي مداخله به په افغانستان کې د ترهګریزو بريدونو د پلانولو مخنیوی وکړي.