ملګري ملتونه له ایران اوپاکستانه د افغان کډوالودبیرته ستنیدا آسانتیاوې برابروي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د لوړې کمیشنرۍ مشر عرفات جمال په همداوروستیو کې خپل هیواد ته د له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د بیرته ستنیدال پاره د لاښو شرائطو د رامینځةکولو لپاره دهلوځلو د ترسره کولو خبر ورکړی دی؛داسې ژمنې چې د کډوالو په وینا،هغه شان چې باید کافی او غوټه پرانیستونکي وي،او لازیاتې توجه ته اړتیا لري.
ایرناخبری اژانس راپور ورکړی، عرفات جمال د افغانستان طلوع نیوز خبری چینل سره په خبرو کې وئيلي دي،چې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو لوړې کمیشنرۍله ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د بیرته ستنیدالپاره د سرپناه د رامینځةکیدا او د نغدو پیسو د مرستو د ویش پشمول اقدامات ترسره کوي.
هغه زیاته کړې ده ، هغه څه چې مونږ ئې د بیرته ستنیدونکو لپاره ترسره کوو،په پیل کې د نغدو مرستو وړاندې کول دي،هغه مهال چې دوي پولې ته ورسیږي۳۵۰ ډالر ترلاسه کوي، او دغه نغدې مرستې له دې زیاتیږي. دغه مرستو هغوي ته امکان و رکوي چې یوه کوټه په کرایه کړي، خواړه وخوري او خپلو کورونو ته بیرته وګرځي. له دې وورسته مونږ ددغو کسانو لپاره د کور د جوړولو او د سرپناه د رامینځةکولو اقدام کوو څو دوي پکې ژوند وکړي.
د ژمي موسم رارسیدا ته په پام سره،هغه پناه غواړي چې په همداوروستیو کې خپل هیواد ته ګرځیدلي دي، د ژمي د موسم دتیرولو لپاره ئې د فوري مرستو غوښتنه کوي.
له دې مخکې د افغانسان د سرپرست حکومت د کډوالو د چارو وزارت وئيلي وو چې د بیرته ستنیدونکو کډوالو لپآره د ژ،ند دلومړنیو امکاناتو د برابرولو لپاره هڅه کوي. دغه وزارت همداراز وئیلي وو، چې د روان لمریز کال په لومړنیو اتو میاشتو کې ، له ایران،ترکیې او پاکستانه خپل هیواد ته څه دپاسه نهه لکه افغان کډوال بیرته ستانۀ شوي دي .