په ښځو باندې د طالبانو محدودیتونه په افغانستان کې کړکیچ لا زیاتوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i155584-په_ښځو_باندې_د_طالبانو_محدودیتونه_په_افغانستان_کې_کړکیچ_لا_زیاتوي
په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې خبرداری ورکړی چې پر ښځو د طالبانو بندیزونه به په افغانستان کې کړکېچ لا پسې زیات کړي.
(last modified 2024-12-25T23:36:54+00:00 )
Dec 26, 2024 04:02 Asia/Kabul
  • په ښځو باندې د طالبانو محدودیتونه په افغانستان کې کړکیچ لا زیاتوي

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې خبرداری ورکړی چې پر ښځو د طالبانو بندیزونه به په افغانستان کې کړکېچ لا پسې زیات کړي.

د فارس خبري آژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې کِرن ډیکر پر ښځو باندې د طالبانو د بندیزونو منفي اغیزو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کښې د سوکاله او باثباته راتلونکي لپاره د ښځو ونډه حیاتي او مهمه ده.

هغې وويل: "په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا لګول شويو محدوديتونو د ډېرو خلکو ژوند سخت اغېزمن کړى دى."

ډیکر خبرداری ورکړ، چې دغه بندیزونه نه یوازې ښځې زیانمنوي، بلکې د افغان ټولنې پر ټولو اړخونو منفي اغېز کوي.

هغې زیاته کړه: "له اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو څخه د ښځو ایستل به په افغانستان کې بحران لا پسې ژور کړي او د فقر او بې ثباتۍ د زیاتوالي لامل به شي."

میرمن کرن ډیکر ټینګار وکړ: د روښانه او سوکاله راتلونکي د ترلاسه کولو لپاره باید د ښځو ظرفیتونو او حقونو ته ځانګړې پاملرنه وشي.