د بندیزونو او فشارونو سیاست ناکامه تجربه ده
تهران راډیو ـ د سرپرست حکومت ویاند د نوي میلادي کال له پیل سره سم ویلي چې د فشارونو او بندیزونو سیاست ناکامه تجربه ده او په دې تړاو د ځینو هېوادونو تګلاره باید بدله شي.
ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی چې دغه تخریبي سیاستونه د افغانانو پر ژوند منفي او مستقیمې اغیزې لري. نوموړي یوځل بیا د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ملګرو ملتونو څوکۍ باید دوی ته وسپارل شي.
د سرپرست حکومت ویاند ویلي چې، افغانستان د نړۍ له هېوادونو څخه دی او دوی له سیمې او نړۍ سره اقتصادي، سوداګریزې او ډیپلوماټیکې اړیکې غواړي.
په نوي میلادي کال کې د سرپرست حکومت د ویاند دغه غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د درېیو کلونو په تېرېدو سره، تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.