شیعه عالمانو په افغانستان کې د متوازن پرمختګ غوښتنه کړې
-
فایل فوټو
شیعه عالمانو د موجوده ننګونو په یادولو سره، له حکومته وغوښتل چې پراختیایي پروګرامونو ته ډیره پاملرنه وکړي.
د فارس خبري اژانس په لیکنه، د طالبانو د لومړي وزیر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د شیعه دیني عالمانو له یوې ډلې سره په یوه غونډه کې د دولت او ملت ترمنځ د یووالي په رامنځته کولو کې د مذهبي مبلغینو په مهم او اغیزمن رول ټینګار وکړ.
په غونډه کې حنفي د طالبانو ځینو لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او اعلان یې وکړ چې د افغانستان سرپرست حکومت د افغانستان بیارغونې او پرمختګ ته ژمن دی او په ټول هیواد کې به په عادلانه او متوازن ډول پراختیایي پروګرامونه پیل کړي.
د غونډې په دوران کښې، شیعه عالمانو د کارموندنې او متوازن پرمختګ پر اړتیا هم ټینګار وکړ، او د سرپرست حکومت له مشرانو یې وغوښتل چې دې مسئلو ته جدي پاملرنه وکړي.
دوی همدارنګه په افغانستان کې د شیعه ټولنې پر وړاندې ننګونې په ګوته کړې او له حکومت څخه یې وغوښتل چې له دیني عالمانو سره ډیره همکاري وکړي ترڅو خلک اوسني نظام ته نږدې کړي.