د ټرمپ څرګندونو ته  د طالبانو غبرګون
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i156128-د_ټرمپ_څرګندونو_ته_د_طالبانو_غبرګون
په داسې حال کې چې په دې ورځو کې افغانستان ته د امریکا د مالي مرستو موضوع ګرمه شوې، د طالبانو مرستیال ویاند له کابل سره د مالي مرستو په اړه د ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې وايي چې دا څرګندونې بې بنیاده دي.
(last modified 2025-01-08T23:38:04+00:00 )
Jan 09, 2025 04:01 Asia/Kabul
  • د ټرمپ څرګندونو ته  د طالبانو غبرګون

په داسې حال کې چې په دې ورځو کې افغانستان ته د امریکا د مالي مرستو موضوع ګرمه شوې، د طالبانو مرستیال ویاند له کابل سره د مالي مرستو په اړه د ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې وايي چې دا څرګندونې بې بنیاده دي.

د فارس خبري اژانس د خبر له مخې، د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت له طالبانو سره د مرستې په اړه د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون وښود.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې طالبانو ته مالي مرسته د باور وړ نه ده او داسې کار باید ونه شي.

د طالبانو ویاند په داسې حال کې چې د امریکا لخوا افغانستان ته د ملیاردونو ډالرو د ورکولو ادعا رد کړه، څرګنده یې کړه چې واشنګټن هغه پیسو ته اشاره کوي چې د افغانستان څخه د خپلو همکارانو د ایستلو لپاره یې لګولې وې.

فطرت وويل چې موقت حکومت د امريکا مرستې ته اړتيا نه درلوده او هيڅکله يې له دې هېواد څخه پيسې نه دي غوښتې.

د امریکا د مالي مرستو موضوع تل د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې په افغان حلقو کې د بحث ګرځیدلې ده.

یاده دې وي چې ټرمپ په فلوریډا کې په یو خبري کنفرانس کې له طالبانو سره د امریکا د مالي مرستو په اړه خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې "ملیاردونه ډالر" طالبانو ته لیږل کیږي.

هغه د امریکا پر اوسني ولسمشر جو بایډن نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دا مرسته د هغه له خوا چمتو شوې ده.

متحده ایالات هره اونۍ افغانستان ته ۴۰ ملیون ډالر مالي مرسته ورکوي، او په وار وار ویل شوي چې دا پیسې طالبانو ته نه ورکول کیږي او د نړیوالو سازمانونو د کارونې لپاره دي.

د طالبانو ویاند ویلي دي چې په حقیقت کې امریکا د افغانانو د ملیاردونو ډالرو پیسې ضبط او بندې کړې دي.

دا طالب چارواکی وايي چې امریکې طالبانو ته یوه روپۍ هم نه ده ورکړې.

له دې مخکښې ، د امریکا استازو په وار وار افغانستان ته د نغدو پیسو په لیږلو نیوکه کړې وه او د هغې د بندولو غوښتنه یې کړې وه.

خو داسې ښکاري چې دا پیسې او نورې مالي سرچینې د ملګرو ملتونو د ادارو د فعالیتونو لپاره ځانګړې کیږي.