افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i156224
د تهران راډیو د ویب سایټ قدرمنو لوستونکو السلام علیکم! د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د حالاتو او مهمو پيښو د څیړنې له اونیز پروګرام سره مو په خدمت کښې یو، په دې هیله چې روغ رمټ به یئ او دا لیکنه به مو د پام او استفادې وړ وګرځي.
(last modified 2025-01-11T09:21:36+00:00 )
Jan 11, 2025 13:35 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

د تهران راډیو د ویب سایټ قدرمنو لوستونکو السلام علیکم! د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د حالاتو او مهمو پيښو د څیړنې له اونیز پروګرام سره مو په خدمت کښې یو، په دې هیله چې روغ رمټ به یئ او دا لیکنه به مو د پام او استفادې وړ وګرځي.

په تیره اونۍ کښې په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست علیرضا بیکدلي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني سره ملاقات وکړ او د دوه اړخیزو اړیکو په هکله یې ورسره د نظر تبادله وکړه. په دغې کتنې کښې دواړو لورو د نشه ایزو موادو او د انسان له قاچاق سره د مبارزې او له ترهګرۍ سره د مقابلې په شمول مختلفو برخو کښې په ملګرتیا او همداشان یې د پولیسي همکاریو او د تجربو په تبادلې ټینګار وکړ.

د ایران اسلامي جمهوریت د ښه ګاونډیتوب، د افغانستان حالاتو ته د ځانګړې پاملرنې او پایداره امنیت او ثبات او پرمختګ ته د رسیدو لپاره د دغه هیواد له خلکو سره د مرستې او ملاتړ د سیاست د جاري ساتلوکلک هوډ لري.

*/*/*

په تیره اونۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د کډوالو او بهرنیو ښاریزو د چارو د مرکز مشر، د بهرنیو وګړو په تیره بیا د افغانانو د کابو څلورو لسیزو کوربه توب او ملاتړ، د اسلامي ایران د انساندوستانه سیاست نښه وبلله.

نادریار احمدي په ایرن کښې د جاپان له سفیر «تاماکي تسوکاډا» سره په کتنه کښې څرګنده کړه: له جاپان هیواده تمه لرو چې په انساندوستانه کړچار سره کډوالو ته به تیره بیا د ښوونې او روزنې، روغتیا او درملنې په شمول زیربنايي برخو کښې کډوالو ته د خدماتو ورکولو لپاره، له ایران څخه خپل ملاتړونه زیات کړي.

هغه په دغه کتنه کښې چې له جاپان څخه د مالي او بیخ بناوي مرستو او همداشان له افغان کډوالو د ایران د اسلامي جمهوریت د کوربه توب له بهیر سره د مرستې د جلبولو په موخه د همفکرۍ او د نظر د تبادلې په موضوع ترسره شوه، ټینګار وکړ چې فه افغانستاني کډوالود ایران ملاتړ او صادقانه او خالصانه کوربه توب، انساني کار دی.

د ایران د بهرنیو ښاریزو او کډوالو د چارو د مرکز د مشر په وینا، په ایران باندې د څه باندې څلورو لسیزو بندیزونو ته په پام سره، له کډوالو د کوربه توب د دوام لپاره د ایران له اسلامي جمهوریته د هیوادونو او نړیوالو سازمانونو جدي ملاتړ او مرسته اړینه ده.

ښاغلي یاراحمدي زیاته کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت سټراټیجي د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د لارښوونو له مخې او د ایران او افغانستان د دواړو ولسونو ترمینځ کلتوري، دیني او ژبنیو مشترکاتو ته پام سره،که په دغه هیواد کښې هر ډول حکومت واکمن وي، د ایران سټراټیجي،  د افغانستان له خلکو ملاتړ او په ایران کښې د دې هیواد د خلکو ترڅنګ د کډوالو ژوند او روغتیايي او ښوونیزو او د کار روزګار پراخو خدماتو ته، بې له تبعیضه د هغوي لاسرسي ده.

د غونډې په دوام کښې د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د جاپان سفیر هم له کډوالو د ایران د کوربه توب په مننې سره، په ایران کښې افغانستاني کډوالو زیات شمیر او همداشان یې په مختلفو برخو کښې سترو لګښتونو ته په اشارې سره، له افغان کډوالو په کوربه توب کښې د ایران له حکومته ملاتړ او مرستې ته د جاپان د حکومت په هوډ ټینګار وکړ او د کډوالو د ښوونې او زده کړې د مسئلې اهمیت ته پّ اشارې سره یې، په ایران کښې هستوګنو افغانستاني کډوالو ته د روزنیزو خدماتو ورکولو ته د ټوکیو د چمتووالي خبر یې ورکړ.

یاراحمدي په پاې کښې په ایران کښې د کډوالو زده کونکو د حضوري تحصیل د ظرفیت ډکیدو او په روانو حالاتو کښې د هغوي لپاره د آنلاین زده کړې اهمیت ته په اشارې سره، د جاپان له سفیره وغوښتل چې د دې پلان د اجرا کولو لپاره ضروري ملاتړونه وکړي.   */*/*/*

تېره اونۍ، د ایران د زاهدان د طبي علومو او روغتیايي خدماتو د پوهنتون رییس د عمومي طب په برخه کې د نړیوالو زده کونکو د دویمې ډلې د منلو اعلان وکړ.

محمد حسن محمدي وویل چې د زاهدان د طبي علومو پوهنتون بې سارو علمي او تعلیمي ظرفیتونو ته په پام سره، د پوهنتون د نړیوال مقام د لوړولو لپاره، له پاکستان او افغانستان څخه 30 نوي زده کونکي په دوهم سمسټر کې د عمومي طب زده کړې لپاره ومنل شول. هغه وویل چې په تیرو کلونو کې، د سیستان او بلوچستان او د افغانستان او پاکستان هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزې کلتوري او علمي تبادلې شوي دي، او دا چې په دې ولایت کې د دې دواړو هیوادونو د زده کونکو تعلیم کولی شي د سیمې د ودې او غوره والي لپاره شرایط رامینځته کړي.

د زاهدان د طبي علومو د پوهنتون مشر زیاته کړه: هغه هیله لرم چې بهرني زده کونکي به د زاهدان د طبي علومو پوهنتون علمي حیثیت ته په پام سره په ایران کې د خپل شتون په دوران کې ښې اکاډمیکې زده کړې ترلاسه کړي او د  دواړو ګاونډي هیوادونو د ګرانو خلکو د خدمت لپاره به له ځان سره بډایه علمي پوهه یوسي.

په دې دوره کې د ۳۰ نویو نړیوالو زده کونکو په جذبولو سره، په دې پوهنتون کې د بهرنیو زده کونکو شمیر ۴۸ ته رسیدلی دی. د تېر کال په سلواغې میاشت کې، د زاهدان د طبي علومو یا میډیکل پوهنتون د بهرنیو زده کونکو د راجلبولو لپاره د روغتیا او طبي زده کړو وزارت څخه د MBBS کورسونو د وړاندې کولو اجازه ترلاسه کولو کې بریالی شو.*/*/*/

په تېره اونۍ کې، پاکستان هم له مختلفو بدلونونو سره مخامخ و چې تر ټولو مهم یې د پاکستان د ملي دفاع پوهنتون کې د سیمه ییزې سوداګرۍ او مخابراتو په اړه د نړیوال کنفرانس ترسره کول وو، چیرې چې ویناوالو د اسلامي جمهوریت قوي ظرفیتونو ته اشاره وکړه او د یوریشیا سیمې ته د رسیدو لپاره یې ایران د یوې دروازې په توګه وباله او د اسان تجارت او له ډیجیټل اقتصاده د ملاتړ لپاره یې د ملي اسعارو د کارولو غوښتنه وکړه. هغوي همداشان ټینګار وکړ چې د سیمې مختلف هیوادونه، د اسانه ټرانسپورټ د یو ځانګړي بلاک جوړولو ته اړمن دي.

په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر، د منځنۍ اسیا د ځینو هیوادونو سفیرانو سره یوځای، په دې کنفرانس کې د دوه اړخیزو او سیمه ایزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ستراتیژیو، د ترانسپورتي دهلیزونو اهمیت او د مخابراتو په ورو کیدو کښې د لاس لرونکو عواملو د پیژندلو په اړه ویناوې وکړې.

د پاکستان د ملي دفاع پوهنتون د تحقیقاتو او سټراټیجکو څیړنو د پوهنځي مشر رضا ایزد او د دغه هیواد د سوداګرۍ او صنایعو د خونو د فیډریشن د بهرنیو اړیکو صلاحکار مقبول زاهد هم په سیمه کښې د روان تجارت لپاره په افغانستان کښې د خوندي او باثباته چاپیریال په اغیزو او همداشان یې په دوه اړخیز او سیمه ایز تجارت کښې د ملي اسعارو د کارولو په ضرورت تاکید وکړ.

د نړیوال سیمه ییز سوداګریز کنفرانس د مشر میلمه په توګه، د پاکستان د تېلو وزیر محمد مصدق ملک د نړیوال کېدو په وړاندې د لویو قدرتونو پر تعصبي چلند او د سیمه ییزو او نړیوالو بحرانونو سره د مقابلې په برخه کې پر دوه ګوني چلند نیوکه وکړه او ویې ویل چې د چین او متحده ایالاتو ترمنځ سوداګریزه جګړه او د تعرفې لوبه یوه ننګونه ده.

*/*/*/*

تېره اونۍ، د کرمې سیمې د اوسېدونکو قبیلو ترمنځ د اوربند د تړون له لاسلیک وروسته، چې په پاراچنار کې د سولې او ارامۍ د ټینګښت په موخه متمرکز و، ټاکل شوې وه چې دې ښار ته تلونکې لارې، له درې میاشتې بندیز وروسته بیرته پرانیستل شي، خو د مرستو په کاروان باندې ترهګر  د پاړه چنار خلکو ته د مرستو د لیږد د بندیدو لامل شو.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف په خپلو پیغامونو کې دا برید وغنده او په پاراچنار کې یې د اوربند د تړون د ماتولو لپاره د امنیت ضده حرکتونو او تخریب په وړاندې یې خبرداری ورکړ.

د پاکستان ولسمشر د هغو کسانو پر وړاندې د سمدستي اقدام غوښتنه وکړه چې د ناامنۍ او په پاراچنار کې د سولې د هڅو د کمزوري کولو لپاره د هر ډول هڅې ذمه وار دي. پداسې حال کې چې د پاراچنار د اوربند د تړون له لاسلیک وروسته ټاکل شوې وه د مرستو بارونه په بیړني ډول د حکومتي چارواکو لخوا او د امنیتي ځواکونو په حفاظت کښې پاراچنار ته استول شوی وای خو  بګن کلي ته نږدې د حملې او سختو ډزو له امله یو لوړ پوړی دولتي چارواکی او څو امنیتي ځواکونه ټپیان شول.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په پاراچنار کې د سولې او اوربند د فضا د خرابولو لپاره د امنیت ضده عناصرو د هڅو په غندلو سره، د پاراچنار د قومونو ترمنځ د وروستي تړون پر وړاندې د دسیسې په اړه اندیښنه څرګنده کړه. د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر هم اعلان وکړ چې هیڅکله به د اوربند د تړون د ماتولو ته اجازه ورنکړي. خو په عمل کې، د پاړه چنار خلک لاهم په سیمه کې د ناامنۍ شاهدان دي.

*/*/*

تېره اونۍ پاکستان، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه، د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې په سوریه کې د یو ټول شموله حکومت د جوړولو او د دغه هیواد د ملي یووالي او حاکمیت د ټینګښت د ډاډمن کولو لپاره د خپل هیواد په غوښتنې ټینګار وکړ.

ملګرو ملتو کښې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم، د سوریې د وضعیت په اړه د امنیت شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې مونږ په یوه ټول شموله حکومت کې د سوریې د ټولنې د ټولو برخو د استازو د شتون غوښتنه کوو. د هغه په ​​وینا، د سوریې د یووالي او ملي حاکمیت د ساتلو لپاره د یو ټول شموله حکومت جوړول اړین دي او د ملګرو ملتونو لخوا باید د دې پروسې ملاتړ وشي.

د پاکستان دایمي استازي، چې هیواد یې په روانه میاشت کې د دوه کلنې دورې لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه وټاکل شو، ټینګار وکړ چې د سوریې د خلکو د سیاسي، امنیتي او د هوساینې د مسئلو د پرمختګ لپاره د حکومت سوله ایز او جامع  انتقال ضروري دی.

د پاکستان  د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هم تیره اونۍ په دمشق کې د خپل فعاله سفارت په حواله وویل چې اسلام آباد په سوریه کې د واکمن ګوند سره مستقیمه او نیغ په نیغه اړیکه نه ده ټینګه کړې.

*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی