امریکا د بندیانو د مبادلې لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی
(last modified Wed, 15 Jan 2025 01:26:47 GMT )
Jan 15, 2025 05:56 Asia/Kabul
  • امریکا د بندیانو د مبادلې لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی

د افغانستان د حکومت ویندوي  په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  د افغانستان حکومت  له امریکا سره د بندیانو  مبادلې ته تیار دی ،خو تراوسه پورې  د جوبایډن حکومت په دې باب  هیڅ عملی اقدام نه دی کړی.

تسنیم خبری اژانس راپور ورکړی، د افغانستا د طالب حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د افغانستان سرپرست حکومت   پخپلو شرائطو سره  له  امریکا سره د بندیانو مبادلې ته تیار دی، خو د بایډن حکومت په دې باب  هیڅ  عملی ګام نه دی پورته کړی.  له امریکا سره  د بندیانو د مبادلې په باب خبرې اترې  تر اوسه پورې کومې روښانه نتیجې ته نه دي رسیدلی  اوسپينه مانۍ حاضره نه ده ، د افغانستان ښاریز  د امریکائي بندیانو  دخوشی کیدا په وړاندې  له ګوانتانامو بنده خوشی کړي.

 هغه روښانه کړې ده ،خبرې شوي دي ،مونږ  غواړو، هغه افغانان چې  په ګوانتانامو بند کې زندانی دي  ،خوشی شي، دا یو دوه طرفه  پروګرام دی ،  ددوي لپاره توضیحات ورکړل شوي دي ،خو تراوسه پورې  د هغوی له لورې  هیڅ عملی اقدام نه دی شوی. د راپورونو په اساس،  د درو امریکائي ښاریزو د خوشی کیدا په باب د امریکا او طالبانو ترمیځ د خبرواترو د پیلیدا شپږ  میاشتې تیریږی. امریکائي چارواکي وائي ،جارج ګلزمن، راین کوربټ او محمود شاه حبیبي  ددغه هیواد درې  ښاریز دي چې  دطالبانو په بندونو کې دي . په مقابل کې  طالبان  له ګوانتانامو زندانه   دترټولو وروستي افغان بندي  محمد رحیم افغان  دخوشی کیدا غوښتونکي دي. هغه   له اسامه بن لادن سره د ارتباط په تورونو بندی دی.داسې تور چې هیڅکله  هم ثابت شوی نه دی.

د ا مریکا او طالبانو ترمینځ  د بندیانو دمبادلې مسئله  په دې دلیل پیچلې  شوې ده چې طالبان د محمود حبیبي  نیول کیدا دروغ ګڼي  ، د بایډن حکومت البته ټينګار کوي ،  حاضر نه دي  محمد رحیم مبادله کړي ، مګر دا چې طالبان هم محمود حبیبي   سره د  دوو نورو بندیانو  خوشی کړي.