د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې استعفا وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i156528-د_افغان_ښځو_لپاره_د_امریکا_ځانګړې_استازې_استعفا_وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې «رینا امیري» وویل له خپلې دندې استعفا کوي.
(last modified 2025-01-20T01:17:19+00:00 )
Jan 20, 2025 05:44 Asia/Kabul
  • د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې استعفا وکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې «رینا امیري» وویل له خپلې دندې استعفا کوي.

امیري نن پر اېکس پاڼه لیکلي چې د امریکا د نوي ولسمشر د لوړې له ورځې هممهاله استفعا کوي.

هغې زیاته کړې د بشري حقونو پر بنسټ له افغان ښځو  دفاع او د هغوی لپاره کارکول ورته لوی ویاړ و.

مېرمن امیري څرګنده کړې چې ډېر کار پاتې دی، خو په وینا یې په تېرو درېیو کلونو کې د افغان ښځو د حقونو لپاره د مبارزې پیاوړي بنسټونه جوړ شوي دي.

هغې د نړۍ له ټولو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان له زړورو ښځو او نارینه وو ملاتړ وکړي.

امیر د افغان ښځو د ملاتړ په برخه کې په تېرو درېیو کلونو کې لاسته راوړنو ته په اشارې سره ویلي چې د دغه بهیر دوام به افغانستان د یوې روښانه او د بشري حقونو پر بنسټ ولاړې ټولنې پر لور بوځي.

هغې دغه راز د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو د کړنو پر وړاندې د زیات فشار غوښتنه  کړې ده.

په افغانستان کې باورونه دا دي چې ډیپلوماتیک فشار د طالبانو پر درې کلنو ناوړه کړنو دومره اغېز نه دی کړی.

د افغانستان خلک ټینګار کوي چې ځواک او زور کولای شي طالبان بدلون ته اړ باسي.