د جزا د نړیوالې محکمې حکم ته د طالبانو غبرګون
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i156678-د_جزا_د_نړیوالې_محکمې_حکم_ته_د_طالبانو_غبرګون
د طالبانو د سرپرست حکومت يو شمېر چارواکو او بنسټونو د نړیوالې جزايي محکمې د تازه حکم په باب عکس العمل ښوولی دی.
(last modified 2025-01-25T05:57:47+00:00 )
Jan 25, 2025 10:10 Asia/Kabul
  • د جزا د نړیوالې محکمې حکم ته د طالبانو غبرګون

د طالبانو د سرپرست حکومت يو شمېر چارواکو او بنسټونو د نړیوالې جزايي محکمې د تازه حکم په باب عکس العمل ښوولی دی.

د کورنیو چارو وزیر محمد نبي عمري په خوست کې د یوې دیني مدرسې د فراغت په مراسمو کې ويلي، چې د جرمونو د نړیوالې محکمې له ګواښه نه وېرېږي.

هغه زیاته کړې چې دغه نړۍواله محکمه باید لومړی امریکا او بیا اسراييل ونیسي.

بلخوا د طالبانو بهرنیو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د يادې محکمې دغه پرېکړه غندلې او ویلي دي چې د جرمونو نړيوالې محکمې دغه اقدام د ډېرو نورو پرېکړو په څېر غير عادلانه، دوه‌ګونی چلن او سياسي هڅول شوې موضوع ده.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضياء احمد تکل وايي، ، سرپرست حکومت دغه بې‌بنسټه تورونه په کلکو ټکو غندي او ردوي يې.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ بيا د نړیوالې جزايي محکمې تازه حکم، په افغانستان کې د حساب ورکولو پر لوري یو مهم ګام بللی دی.

بنیټ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دا حکم به د طالبانو مشرانو ته یو قوي پیغام ورکړي، چې د ناوړه جنایتونو په وړاندې یې عدالت پلی کېږي.

د ښځو او نجونو د حقونو فعالانو هم د نړیوالې جزايي محکمې د دغه حکم هرکلی کړی او پر طالبانو یې د نورو فشارونو غوښتنه کړې ده.

د نړیوالې جزايي محکمې يوه څارنوال له قاضیانو په رسمي ډول غوښتي چې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده او د طالبانو د حکومت قاضي عبدالحکیم حقاني د بشري ضد جرمونو په تور د نیولو امر صادر کړي.