طالبان د بهرنیو ګواښونو په وړاندې په مقاومت ټینګار کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i156684-طالبان_د_بهرنیو_ګواښونو_په_وړاندې_په_مقاومت_ټینګار_کوي
د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر اعلان وکړ چې افغانان په قوي او کلکې ارادې سره د بهرنیو ګواښونو په وړاندې مقاومت کوي.
(last modified 2025-01-25T07:23:17+00:00 )
Jan 25, 2025 11:49 Asia/Kabul
  • طالبان د بهرنیو ګواښونو په وړاندې په مقاومت ټینګار کوي

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر اعلان وکړ چې افغانان په قوي او کلکې ارادې سره د بهرنیو ګواښونو په وړاندې مقاومت کوي.

د فارس خبري اژانس د افغانستان ویب پاڼې د خبریال په وینا، د خوست ولایت د یوه ښوونځي د زده کونکو د فراغت په مراسمو کې، مولوي عبدالکبیر د افغانانو په هوډ او ارادې ټینګار وکړ او ویې ویل: "د یو ملت په توګه، مونږ به د بهرنیو ګواښونو په وړاندې ودریږو او په هیڅ قیمت به  اجازه ورنکړو چې زمونږ د هیواد امنیت او حاکمیت دې تر پښو لاندې شي.

هغه زیاته کړه چې افغانان به  خپل وطن سره په مینې او وفادارۍ سره، د هر ډول فشار او ننګونې په وړاندې چې د نورو هیوادونو څخه راپورته کیدی شي متحد او یوموټې پاتې شي.

د کډوالو چارو سرپرست وزیر همدارنګه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانانو خپلواکۍ او حقونو ته درناوی وکړي او د ګواښونو پر ځای، له سرپرست حکومت سره د مثبت تعامل او همکارۍ پر بنسټ چلند غوره کړي.

مولوي عبدالکبیر د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه کولو لپاره د سرپرست حکومت هڅو ته هم اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې دا نظام په دوامداره توګه د افغانستان د پرمختګ او آبادونې په لور ګامونه پورته کوي.

هغه وویل: "مونږ د خپل هیواد راتلونکي ته هیله لرو او په قوي هوډ او ارادې سره به د سوکالۍ او پرمختګ په لور حرکت وکړو."

مولوي عبدالکبیر په پای کې ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک به تل د یووالي او پیوستون له لارې د بهرنیو ګواښونو په وړاندې ودریږي.

#افغانستان #اتحاد #خوست #عبدالکبیر #طالبان