د افغانستان مهاجرینو لپاره امریکا ته د تلو لاره بنده شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i156704-د_افغانستان_مهاجرینو_لپاره_امریکا_ته_د_تلو_لاره_بنده_شوه
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د حکم پراساس د پناه غواړو کسانو په درخواستونو او غوښتنو باندې د غور کولو کار بند شوی او له کبله یې امریکا ته د تلو په انتظار د زرګونو ناستو افغان ښاریزو لپاره اوس دروزاره بنده شوي ده.
(last modified 2025-01-25T21:54:26+00:00 )
Jan 26, 2025 02:20 Asia/Kabul
  • د افغانستان مهاجرینو لپاره امریکا ته د تلو لاره بنده شوه

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د حکم پراساس د پناه غواړو کسانو په درخواستونو او غوښتنو باندې د غور کولو کار بند شوی او له کبله یې امریکا ته د تلو په انتظار د زرګونو ناستو افغان ښاریزو لپاره اوس دروزاره بنده شوي ده.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د مهاجرت د نوي پالیسۍ د اجرا کیدا په وجه په افغانستان کښې د امریکا د ماموریت د ملاتړ کونکو افغان ښاریزو الوتونه هم لغوه شوي  دي.

د امریکا رسنیو وویل د افغانستان په جنګ کښې د طالبانو د جنګیالیو پرضد د هوايي حملو په تائیدولو کښې مرسته کونکی د افغانستان د هوايي ځواک قانوني سلاکار  «ناصر» اوس هم په افغانستان کښې دی کوم چې اوس د طالبانو له حکومت څخه په پټ ډول ژوند کوي.

د امریکا رسنیو وویل ناصر د زرګونو افغان ښاریزو په شان امریکا ته د تلو په هڅه کښې و خو اوس هغه د ولسمشر ټرامپ  د مهاجرت د نوي قانون په وجه مجبوره دی چې هلته په افغانستان کښې په پټ ډول ژوند وکړي.

د افغانستان د پوځ یو پخواني ډګروال چې د نوم د نه ښودلو غوښتنه یې کوله د امریکا رسنیو ته وویل د ولسمشر ټرامپ له دغه فیصلې څخه نه یوازې د افغانستان د ښاریزو په ګټو سترګې پټې کړې شوي دي بلکې له کبله یې د امریکا ګټو ته هم تاوان رسیدلی دی.

هغه دغه پوښتنه وکړه دنیا او د امریکا ائتلافیان به اوس څرنګه  د امریکا په حکومت باور وکړي؟

د ویلو ده چې د امریکا د ولسمشر ټرامپ له حکم څخه مخکې د افغانستان کابو څلویښت زره کسانو امریکا ته د تلو هڅه کوله خو اوس د دوې الوتونه بند کړی شوي دي.

د امریکا رسنیو وویل چې د پخواني ولسمشر جوبایډن د حکومت په وخت کښې د افغانستان یولک ښاریزو ته پناه ورکړل شوي وه او د پخواني ولسمشر باراک اوبا د حکومت په وخت کښې پینځه اتیا زره افغانان امریکا ته ورغلي وو  او د ټرامپ د پخواني حکومت په وخت کښې یوازې یولس زره افغانان امریکا ته انتقال شوي وو.