د افغانستان تخار ولایت ته سلګونو طالب ځواکونه استول شوي دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د یوه چینایي وګړي تر وژل کېدو وروسته، تخار ته سلګونه طالب جنګیالي استول شوي دي
د افغانستان په تخار کې ځایي سرچینې وايي چې طالبانو د خواجه بهاءالدین – دشت کلا پر لاره د یو چینایي وګړي له وژل کېدو وروسته په دې سیمه کې خپل سلګونه جنګیالي دیره کړي دي.
سرچینو نن وویل چې دا طالب جنګیالي له ځایي ژبې سره بلد نه دي او په تاوتریخجن چلند سره کلي پلټي.
سرچینې زیاتوي چې دې ډلې په ځینو مواردو کې د ځایی اوسیدونکو سپکاوی کړی او هغوی یې وهلي ټکولي دي.
په تخار کې ځايي طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
تېره اوونۍ د تخار په «کتکجر» سیمه کې یو چینایي وګړی د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.
داعش خراسان څانګې د دې پیښې مسوولیت پر غاړه واخیست.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تل په افغانستان کې د داعش شتون او فعالیت رد کړی دی.
څه موده وړاندې د طالبانو د کډوالو پخوانی وزیر او د حقاني شبکې یو لوړ پوړی غړی خلیل الرحمن حقاني هم په کابل کې د داعش په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی و .