د کابل سرینا هوټل هوکړه له یوه نړیوال شرکت سره لاسلیک شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i156930-د_کابل_سرینا_هوټل_هوکړه_له_یوه_نړیوال_شرکت_سره_لاسلیک_شوه
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو تر کنټرول لاندې د دولتي شرکتونو عمومي ریاست وايي چې د کابل سرینا هوټل هوکړه له یوه نړیوال شرکت سره لاسلیک شوې ده.
(last modified 2025-02-01T21:56:27+00:00 )
Feb 02, 2025 02:19 Asia/Kabul
  • د کابل سرینا هوټل هوکړه له یوه نړیوال شرکت سره لاسلیک شوه

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو تر کنټرول لاندې د دولتي شرکتونو عمومي ریاست وايي چې د کابل سرینا هوټل هوکړه له یوه نړیوال شرکت سره لاسلیک شوې ده.

نوموړي ریاست پرون په یوې خبرپاڼې کې لیکلي چې د کابل سرینا هوټل هوکړه د اغا خان له بنسټ سره پای ته رسېدلې او مدیریت یې یو نوي شرکت ته سپارل شوی دی.

طالبانو ادعا کړې: «د کابل سرینا هوټل د معیاري کولو لپاره یې مدیریت داسې یو شرکت ته سپارلی چې د هوټل‌دارۍ په برخه کې تجربه لري.»

کابل سرینا هوټل په تېرو ۲۰ کالو کې د اغاخان بنسټ له خوا مدیریت کېده او میلمانه یې تر ډېره دیپلوماتان او سیلانیان وو.

نوموړي هوټل پرون په افغانستان کې د خپل فعالیت د پای ته د رسېدو خبر ورکړی و.