د افغانستان د بګرام هوايي ډګر د افغانانو په ملکیت کښې دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکي وايي، د بګرام هوايي ډګر د افغانانو په ملکیت کې دی او هېچا ته يې د نيولو اجازه نه ورکوي.
د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد پر اېکس یوه بحث کې ویلي، د بګرام هوايي اډه د افغانستان په واک کې ده او داسې تړون نشته چې لمخې يې ياده اډه چین یا امریکا ته وسپارل شي.
نوموړی زیاتوي چې سرپرست حکومت به امریکا ته اجازه ورنکړي چې بیا د بګرام هوايي ډګر ونیسي.
د غه راز ذبیح الله مجاهد وایي، د بګرام هوایي اډې نیول یو خیال دی او امریکا به یې سل کالو کې هم ونه نیسي.
نوموړی زیاتوي د افغانستان ملت دې په دې برخه کې هیڅ تشویش نه کوي ځکه د ده په وينا امريکا په دې اړه هیڅ عملي ګام نشي اخیستلای.
ښاغلي مجاهد په دغه بحث کې دا هم ویلي چې په افغانستان کې پوځي تجهیزات د افغانانو دي او د افغانستان د ساتنې او دفاع لپاره ترې کار اخلي.
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې وه چې د بګرام هوايي ډګر د چین په لاس کې ده او په افغانستان کې خپلې پاتې وسلې به بېرته وغواړي.