میدان وردګو ولایت کې د اوسپنې د ویلې کولو فابریکه جوړیږي
Feb 07, 2025 02:04 Asia/Kabul
یو هندي پانګوال په میدان وردګو ولایت کې د شاوخوا ۲ سوه میلیونه ډالرو په پانګونې سره د اوسپنې د ویلې کولو فابریکه جوړوي، چې زرګونو کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.
د لوکېش کمار په نوم دغه هندي پانګوال ویلي، په جوړېدونکې فابریکه کې به خامه اوسپنه په نړیوالو معیارونو برابره پروسس شي، چې په ورځني ډول به ۱۲.۵ ټنه تولید ولري.
د یادونې وړده، چې وروستیو کې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو پانګې پیل کړي.
ټیګونه