ننګرهارکې دنرګس ګل عنعنوي میله او مشاعره ترسره شوه
د دې مشاعرې او میلې تابیا د دې ولایت خوږیاڼیو ولسوالۍ اړوند په نملې تاریخي بڼ کې دننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا جوړه شوې وه، چې په کې په حکومتي لوړپوړو چارواکو سربیره د سیمې سلګونو اوسیدونکو، د شعر مینه والو او بېلا بېلو سیمو څخه شاعرانو ګډون کړی وو.
د نرګس ګل غوړیدل د پسرلي د رابره کیدو معنا ورکوي.
د نرګس ګل مشاعره او میله په ننګرهار ولایت کې له ۱۳۸۶ کال راهیسي نمانځل کیږي.
په لومړیو وختونو کې د مشاعره په جلال اباد کې تر سره کیده، خو له تیرو درې کالو راهیسې دنملې په تاریخي بڼ کې چیرته چې د نرګس ګل سر راپورته کوي او د دې نایابه ګل ټاټوبی یادیږي نمانځل کیږي.
نرګس ګل یوازې د ننګرهار ولایت په همدې تاریخي بڼ کې موجود دي.
پر دې سربیره په ننګرهارکې د نارنج ګل دودیزه میله او مشاعره هم له تیرې څه باندې نیمې پیړۍ راهیسې د کال په لومړۍ میاشت کې نمانځل کیږي.
د دې مشاعرې په پای کې په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځوس کلنه د ښمني د قومي او حکومتي مشرانو په منځګړیتوب په دوستۍ بدله شوه.