له چین په مخابراتي وسایلو بار ریلګاډی افغانستان ته راروان شو
تر دې وړاندې هم له چین افغانستان ته څو ځلې په سوداګري وسایلو بار ریلګاډي افغانستان ته راغلي خو دې بهیر دوام نه دی کړی.
د چینايي رسنیو د راپور له مخې، په دې ریلګاډي کې مخابراتي تجهیزات او نور وسایل بار دي او تمه کېږي چې له ۱۲ تر ۱۵ ورځو پورې به افغانستان ته ورسېږي.
چینايي چارواکو دا افغانستان ته د ریلګاډي په وسیله په مستقیم ډول د سوداګري وسایلو د لېږدولو یوه نوې لار بللې او ویلي چې ریلاګاډی به یې له قزاقستان او ازبکستان څخه په تېریدو چونګچینګ او افغانستان سره ونښلوي.
د “ZTE” شرکت استازي، لیو جیانفینګ، وویل:
“د مستقیم بار وړونکي اورګاډي له لارې، د ترانسپورت موده د پخواني سړک ترانسپورت په پرتله درې تر پنځه ورځو پورې کمه شوې، او تمه کېږي چې د لوژستیکي لګښتونه ۱۵ تر ۲۰ سلنه راټیټ شي.”
افغانستان ته د چین په دې ریلګاډي کې، چې پرون راروان شو، د چین د “ZTE” مخابراتي شرکت له خوا جوړ شوي مخابراتي وسایل بار دي چې د افغانستان د مخابراتي شبکو د پراختیا لپاره به وکارول شي.