داعش د کندوز د ځانمرګي برید مسوولیت پرغاړه واخیست
داعش ترهه گرې ډلګۍ د سلواغې پر ۲۳مه اعلان وکړ چې د دې ډلې یوه ځانمرګي بریدګر د کندوز ښار د کابل بانک مخې ته را ټول شوي طالبان په نښه کړي دي.
داعش د ځانمرګي بریدګر د عکس په خپرولو سره ادعا کړې چې په برید کې «د طالبانو د امنیتي قوماندانانو په ګډون سلګونه» کسان وژل شوي دي.
تر دې وړاندې ځایي سرچینو راپور ورکړی و، چې د کابل بانک مخې ته یوې چاودنې څو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ځینو افغان رسندویو ویلی دی چې په دې پېښه کې د اتو طالب جنګیالیو په ګډون شاوخوا ۱۵ کسان وژل شوي دي.
طالبانو تر دې وړاندې له خپلو جنګیالیو غوښتي وو، چې د معاشونو ترلاسه کولو لپاره دې د کابل بانک څانګو ته نه ورځي.
په کندوز کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي وو، چې په دغه برید کې پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي، خو ځایي سرچینې پر دې باور دي چې د مرګ ژوبلې شمېر د طالبانو تر اعلان شوي شمېره لوړ دی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تل په افغانستان کې د داعش شتون رد کړی دی.