داعش د کندوز د ځانمرګي برید مسوولیت پرغاړه واخیست
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i157242-داعش_د_کندوز_د_ځانمرګي_برید_مسوولیت_پرغاړه_واخیست
داعش ترهه گرې ډلګۍ د سلواغې پر ۲۳مه اعلان وکړ چې د دې ډلې یوه ځانمرګي بریدګر د کندوز ښار د کابل بانک مخې ته را ټول شوي طالبان په نښه کړي دي.
(last modified 2025-02-12T05:03:05+00:00 )
Feb 12, 2025 09:29 Asia/Kabul
  • داعش د کندوز د ځانمرګي برید مسوولیت پرغاړه واخیست

داعش ترهه گرې ډلګۍ د سلواغې پر ۲۳مه اعلان وکړ چې د دې ډلې یوه ځانمرګي بریدګر د کندوز ښار د کابل بانک مخې ته را ټول شوي طالبان په نښه کړي دي.

داعش د ځانمرګي بریدګر د عکس په خپرولو سره ادعا کړې چې په برید کې «د طالبانو د امنیتي قوماندانانو په ګډون سلګونه» کسان وژل شوي دي.

تر دې وړاندې ځایي سرچینو راپور ورکړی و، چې د کابل بانک مخې ته یوې چاودنې څو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ځینو افغان رسندویو ویلی دی چې په دې پېښه کې د اتو طالب جنګیالیو په ګډون  شاوخوا ۱۵ کسان وژل شوي دي.

طالبانو تر دې وړاندې له خپلو جنګیالیو غوښتي وو، چې د معاشونو ترلاسه کولو لپاره دې د کابل بانک څانګو ته نه ورځي.

په کندوز کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي وو، چې په دغه برید کې پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي، خو ځایي سرچینې پر دې باور دي چې د مرګ ژوبلې شمېر د طالبانو تر اعلان شوي شمېره لوړ دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تل په افغانستان کې د داعش شتون   رد کړی دی.