ملاعبدالغني برادر په دوحه کې د قطر له صدراعظم سره ولیدل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i157302-ملاعبدالغني_برادر_په_دوحه_کې_د_قطر_له_صدراعظم_سره_ولیدل
د قطري رسنیو د راپور له مخې، په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغان ولس پر ستونزو او له دغو ننګونو سره د مقابلې لپاره د مرستو پر لارو چارو خبرې وکړې.
(last modified 2025-02-13T23:17:35+00:00 )
Feb 14, 2025 03:46 Asia/Kabul
  • ملاعبدالغني برادر په دوحه کې د قطر له صدراعظم سره ولیدل

د قطري رسنیو د راپور له مخې، په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغان ولس پر ستونزو او له دغو ننګونو سره د مقابلې لپاره د مرستو پر لارو چارو خبرې وکړې.

د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني په دوحه کې د طالبانو د ريیس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره وکتل.

د قطري رسنیو د راپور له مخې، په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغان ولس پر ستونزو او له دغو ننګونو سره د مقابلې لپاره د مرستو پر لارو چارو خبرې وکړې.

د قطر صدراعظم ټینګار وکړ چې هیواد یې «د ورور ولس افغان د ټولو قشرونو کلک ملاتړ کوي او په افغانستان کې د امنیت، ثبات، سوکالۍ او باعزته ژوند د تامین لپاره خپل هڅې روانې ساتي».