یوناما په کابل او کندوز کې د شویو چاودنو غندنه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i157304-یوناما_په_کابل_او_کندوز_کې_د_شویو_چاودنو_غندنه_کړې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما په کابل او کندوز کې شوې چاودنې غندلې دي.
(last modified 2025-02-13T23:22:56+00:00 )
Feb 14, 2025 03:50 Asia/Kabul
  • یوناما په کابل او کندوز کې د شویو چاودنو غندنه کړې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما په کابل او کندوز کې شوې چاودنې غندلې دي.

نوموړي دفتر زیاته کړې چې د خلکو له امنیت او هوساینې دې ساتنه وشي.

یوناما ویلي: «د افغانانو له امنیت او هوساینې دې ساتنه وشي. په افغانستان کې د تاوتریخوالي لپاره ځای نه شته.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دا برید تایید کړی او وايي چې یو ځانمرګی بریدګر د کور او ښار جوړولو وزارت ته نژدې د امنیتي ځواکونو له خوا له پېژندل کېدا وروسته په نښه شوی او ویشتل شوی دی.

نوموړی وايي، بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې ویشتل شوی او چاودنه کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دي

ځینو رسنیو ویلي، ځانمرګي بریدګر د طالبانو له امنیتي ځواکونو  سره په نښته کې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي.

لا تر اوسه ددې برید مسؤلیت چا نه دی منلی.