تورن افغان د اسلامي انګېزې له مخې پر خلکو موټر خیژولی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i157332-تورن_افغان_د_اسلامي_انګېزې_له_مخې_پر_خلکو_موټر_خیژولی_دی
د جرمني د مونشن ښار څارنوالۍ اعلان کړی چې د ښار په وروستۍ حمله کې تورن کس، چې یو افغان کډوال دی، د تحقیقاتو پر مهال اعتراف کړی چې قصداً یې خپل موټر پر خلکو خېژولی دی.
(last modified 2025-02-15T01:47:24+00:00 )
Feb 15, 2025 06:13 Asia/Kabul
  • تورن افغان د اسلامي انګېزې له مخې پر خلکو موټر خیژولی دی

د جرمني د مونشن ښار څارنوالۍ اعلان کړی چې د ښار په وروستۍ حمله کې تورن کس، چې یو افغان کډوال دی، د تحقیقاتو پر مهال اعتراف کړی چې قصداً یې خپل موټر پر خلکو خېژولی دی.

د مونشن د ترهګرۍ ضد مرکزي څارنوالۍ مشرې، ګابریل تیلمن، نن اعلان وکړ چې په برید کې تورن د تحقیق پر مهال اعتراف کړی چې قصداً یې خپل موټر د خلکو پر لور بیولی دی. هغې وویل: "د هغو شواهدو پر بنسټ چې تر اوسه مو ترلاسه کړي، ویلی شم چې دا برید د اسلامي انګېزې له مخې ترسره شوی. څېړنې مو د شته شواهدو، خپلو مشاهداتو او د تورن کس د څرګندونو پر بنسټ کړې دي."

تیلمن زیاته کړې چې د پولیسو مامورینو شهادت ورکړی، تورن چې فرهاد نوري نومېږي، د برید پر مهال د "الله اکبر" شعار پورته کړي وو، خو دا یې هم وویل چې تر اوسه داسې شواهد نشته چې نوموړی دې د کومې ترهګرې شبکې سره تړاو ولري.

د جرمني د پولیسو په وینا، د دې برید تورن ۲۴ کلن افغان کډوال دی، چې د یوې دوه کلنې ماشومې په ګډون یې لږ تر لږه ۳۶ کسان ټپیان کړي. په ټپیانو کې د دوو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی.

د جرمني چارواکو پرون وویل چې تورن کس په جرمني کې د استوګنې قانوني اسناد درلودل او مخکې یې هېڅ جرمي سابقه نه درلوده.

پخوا د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر، یواخیم هرمن، ویلي وو چې تورن کس جرمي سابقه لري، د پناه غوښتنه یې رد شوې وه، خو لا هم له جرمني نه و ایستل شوی.

د دې پېښې ترڅنګ، په جرمني کې د یو بل افغان، سلیمان، محاکمه د پنجشنبې په ورځ پیل شوه.

دی تورن دی چې د ۲۰۲۴ کال د مې میاشتې برید کې یې شپږ کسان په چاقو سخت ټپیان کړل، چې پکې یو پولیس افسر وروسته روغتون کې د ټپونو له امله ومړ.

د جرمني څارنوالان وايي، نوموړي دا برید د "جهادي انګېزې" پر اساس د مسلمانانو ضد مظاهرې پر ګډونوالو کړی وو.