طالبانو په بامیان کې یوه ښځه په دُرو ووهله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i157352-طالبانو_په_بامیان_کې_یوه_ښځه_په_دُرو_ووهله
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړ چې په بامیان کې یوه ښځه په دُرو وهل شوې ده.
(last modified 2025-02-16T09:11:52+00:00 )
Feb 16, 2025 09:21 Asia/Kabul
  • طالبانو په بامیان کې یوه ښځه په دُرو ووهله

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړ چې په بامیان کې یوه ښځه په دُرو وهل شوې ده.

دغې محکمې نن  په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ښځه له کوره د تیښتې په تور په دُرو وهل شوې ده.

د طالبانو د سترې محکمې په وینا، دغه ښځه پر یو کال او شپږ میاشتې بند او ۳۹ دُرو محکومه شوې ده.

د نړیوالو بنسټونو له غندلو سره سره، دا ډله د هېوادوالو صحرايي محاکمو ته دوام ورکوي.