د ایران، افغانستان او روسیې ترمنځ سیمه ایزه همکاري حتمي ده
(last modified Tue, 18 Feb 2025 02:33:58 GMT )
Feb 18, 2025 07:03 Asia/Kabul
  • د ایران، افغانستان او روسیې ترمنځ سیمه ایزه همکاري حتمي ده
    د ایران، افغانستان او روسیې ترمنځ سیمه ایزه همکاري حتمي ده

په تهران کې د سیمه ایز امنیت کتنې تر عنوان لاندې د ایران، افغانستان او روسیې د مفکرینو په غونډه کې، د ایران، افغانستان او روسیې مفکرینو د تهران، کابل او مسکو ترمنځ سیمه ایزې ملګرتیاوې حتمي وبللې او اعلان یې وکړ چې د ایران او افغانستان تاریخي، مذهبي او کلتوري پیوستون، په ایران کې د میلیونونو افغانانو په حضور سره چې یوشمېر یې نخبگان دي، د افغانستان په راتلونکي کې د ایران د رول ارزښت څرګندوي.

په تهران کې د افغانستان د نخبگانوکنفرانس جوړ شو

===========

پارس ټوډې – په ایران کې د افغانستان د نخبگانو په کنفرانس کې، د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو پر اړتیا ټینګار وشو.

د ایران د ولسمشر د علمي، ټکنالوژۍ او پوه بنسټه اقتصاد مرستیال او د ایران د ملي نخبگانو د بنسټ مشر«حسین افشین» په تهران کې د افغانستان د نخبگانو په لومړني کنفرانس کې، د ایران او افغانستان تاریخي او کلتوري مشترکاتو ته په اشارې سره، د دواړو هېوادونو د نخبگانو ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: هغه څه چې نن ارزښت لري همغږي ده، افغانستان نه یوازې یو ګاونډی هېواد، بلکې یو فرصت دی؛ د یوه داسې ګډ علمي او ټکنالوژیکي اکوسیستم د رامنځته کولو لپاره فرصت چې پکې، ایراني نخبگان او افغان نخبگان د یو بل ترڅنګ کار وکړي.