هېوادونه باید د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی ودروي
د افغانستان د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د دې وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په یوه غونډه کې د سوداګرو او د خیریه موسسو استازو څخه مننه وکړه چې له اړمنو افغان کډوالو سره یې مرسته کړې ده.
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د افغانستتان د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د دې وزارت مشر د سوداګرو او خیریه موسسو له استازو سره په غونډه کې یو ځل بیا له کوربه هېوادونو وغوښتل چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي او د هغوی پر وړاندې تاوتریخوالی ودروي.
د افغانستان د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د دې وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په یوه غونډه کې د سوداګرو او د خیریه موسسو استازو څخه مننه وکړه چې له اړمنو افغان کډوالو سره یې مرسته کړې ده.
مولوي عبدالکبیر په دې غونډه کې وویل چې اقتصادي وده او د کارموندنې فرصتونه د افغان حکومت یو لومړیتوب دی او له دې لارې حکومت هڅه کوي چې اړمنو خلکو ته ښه ژوند برابر کړي.
مولوي عبدالکبیر یو ځل بیا په کوربه هیوادونو غږ وکړ چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي او د هغوی پر وړاندې تاوتریخوالی ودروي.
له بلې خوا، سوداګرو او د خیریه موسسو استازو په دې غونډه کې وویل چې خصوصي سکتور هوډ لري چې د کابل د حکومت په همکارۍ د افغان راستنیدونکو لپاره د کار زمینه برابره کړي.