کاناډا او ازبکستان د افغانستان په اړه خبري کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i157534-کاناډا_او_ازبکستان_د_افغانستان_په_اړه_خبري_کړي
د افغانستان لپاره د ازبکستان ځآنګړي استازي اسماعیل ایرګاشف او په تاشکند کې د کاناډا هېواد سفیر کریستوفرداګن د افغانستان په اړه خبرې اترې کړي.
(last modified 2025-02-21T06:30:27+00:00 )
Feb 21, 2025 10:59 Asia/Kabul
  • کاناډا او ازبکستان د افغانستان په اړه خبري کړي

د افغانستان لپاره د ازبکستان ځآنګړي استازي اسماعیل ایرګاشف او په تاشکند کې د کاناډا هېواد سفیر کریستوفرداګن د افغانستان په اړه خبرې اترې کړي.

د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ، د حوت په ۳مه، په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې دواړو خواوو د افغانستان سره د همکارۍ او د سیمې د امنیت د ټینګښت په اړه بحث کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، دوی د لا زیاتې همکارۍ پیاوړتیا او د افغانستان په اړه د جوړونکو خبرو اترو د دوام لپاره ټینګار کړی دی.

تر دې وړاندې د اوزبیکستان ځانګړي استازي په کابل کې د فرانسې له سفیر سره د افغانستان څخه د امنیتي اندېښنو او د نشه یي توکو د قاچاق په اړه خبرې کړې وې.

د یاونې وړده چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون او له دې هېواد څخه د نشه یي توکو قاچاق د ګاونډیو او سیمې هېوادونو اندېښنې زیاتې کړي.