عبدالغني برادر په تاشکند کې له افغان پانګوالو سره کتنه وکړه
هغه نن ادعا کړې چې له لسېزو جګړو وروسته، افغانستان اوس له بشپړ امنیته برخمن دی او د اقتصادي ودې او پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په ازبکستان کې له افغان پانګوالو او سوداګرو سره وکتل
هغه نن ادعا کړې چې له لسېزو جګړو وروسته، افغانستان اوس له بشپړ امنیته برخمن دی او د اقتصادي ودې او پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده.
د طالبانو دغه چارواکي زیاته کړې چې طالبانو د اقتصادي پرمختګ لپاره جدي ګامونه پورته کړي او زیربنايي پروژې یې پیل کړې دي او هڅه کوي چې لویې لارې بیاورغوي او کورني تولیدات او صادرات زیات کړي.
هغه ادعا کړې چې طالبان د خصوصي سکټور ملاتړ کوي او هڅه کوي چې افغانستان د سیمې پر یوه سوداګریز او اقتصادي مرکز بدل کړي.
عبدالغني برادر له افغان پانګوالو غوښتي چې په افغانستان کې د انرژۍ، کانونو، کرنې، ټرانسپورت، مخابراتو او روغتیا په برخو کې پانګونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ازبکستان کې مېشتو افغان پانګوالو د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د ودې هرکلی کړی او اعلان یې کړی چې په افغانستان کې له ۱۰ تر ۱۰۰ مېلیون ډالرو پورې پانګونې ته چمتو دي.