افغانستان کښې وروستیو سیلابونو د سر او مال ستر تاوان اړولی دی
د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له کبله لسګونه کسان مړه او ټپيان شوي، چې ډېری قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.
دغه سيلابونو په فراه کندهار او هلمند ولایتونو کې راوتلي چې د د مرګ ژوبلې سربېره يې يو شمېر کورونه هم ويجاړ کړي .
همداراز د غزني ولایت په ګیرو، ناوه او مقر ولسوالیو کې بيا یو شمېر کورونه او هټۍ نړیدلي خو چاته تلفات نه دي اوښتي.
دغزني مسوولین وايي، مالستان او اجرستان ولسوالیو ته غځېدلې لارې هم د ټرافیکو پرمخ تړلې دي چې د پرانیستلو هڅې یې روانې دي.
په همدې حال کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې د عامه اړیکو رییس، عبدالله جان سایق وايي د دغې ادارې د ژغورنې ټیمونه هغو سیمو ته رسېدلي چې د ورښتونو او سیلابونو له امله زیانمن شوي دي.
هغه زیاتوي چې راتلونکي کال کې پلان لري چې پېښو ته د چمتووالي د عامه پوهاوي پروژې پلې کړي.
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په فراه، کندهار او هلمند ولایتونو کې د سختو ورښتونو له امله په رامنځته شویو ځاني او مالي زیانونو خواشیني څرګنده کړې ده.
هغه په خپله ایکس پاڼه کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې مرستندویه ادارې او ملي سوداګر زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.