د تورخم په اړه نن بیا جرګه جوړیږي
د افغان رسندویو له راپور سره سم له کابل تورخم ته تللې جرګه وال، چې ټاکل شوې وه د تورخم د بیا پرانیستلو لپاره جرګې ته کښېني، د پنجشنبې په ورځ له خبرو اترو پرته کابل ته ستانه شول. افغان لوري د پاکستاني پلاوي د غړیو په ترکیب کې د لوی بدلون له کبله اعتراض وکړ.
د فبرورۍ په وروستۍ اوونۍ کې، د افغانستان امنیتي ځواکونو د تورخم ته نژدې ځینې نوې ودانیزې هڅې پیل کړې، چې له امله یې په تورخم کې ترینګلتیاوې زیاتې شوې.
تېره اوونۍ، دواړو هېوادونو د دې شخړې د هواري لپاره جرګې جوړې کړې.
دواړو لوریو څو ورځې وړاندې په تورخم کې خپله لومړنۍ غونډه وکړه، چې په لړ کې یې موافقه وشوه چې په موقت ډول دې اوربند دې وشی او د نویو تاسیساتو جوړول دې تر هغو ودرول شي چې نهايي فیصله کېږی.
د جرګې د پرېکړې له مخې، دواړو هېوادونو اوربند عملي کړ، چې تر اوسه نافذ دی.
د افغان جرګې مشر او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس، یونس مومند، وویل چې افغان پلاوي باید له پاکستانۍ جرګې سره یوه مهمه او وروستۍ پرېکړهکونکې ناسته کړې وای.
نوموړي زیاته کړه: “افغان جرګه وختي ورسېده، خو حیرانه شوه، کله چې پاکستاني لوري، له مخکیني توافق پرته، خپل پلاوی له ۱۷ غړو څخه ۷۰ ته لوړ کړ.”
د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د جرګې مشر او د پاکستان د سوداګرۍ خونو د فدراسیون سلاکار، سید جواد حسین کاظمي، هم دې پرمختګ ته اشاره وکړه.
هغه وویل، افغان پلاوي د دې مخالفت وکړ چې په پاکستاني پلاوي کې ۵۳ نور غړي ورزیات شوي، ځکه چې د دوی اصلي پلاوي ۱۷ غړي درلودل.
کاظمي وویل، دا یوه جدي دوه اړخیزه شخړه ده، چې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ سولې او اقتصادي ثبات ته زیان رسوي. نوموړي د خبرواترو له لارې د تورخم د ستونزې د په حل کولو ټینګار وکړ.
کاظمي هیله وښوده چې نن به هڅه وشي، چې د افغان جرګې غړي بېرته خبرو ته راستانه شي او دا شخړه په سولهییزه توګه حل شي.