په بغلان ولایت کې ترافیکي پېښه، شل تنه ټپیان شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i158158-په_بغلان_ولایت_کې_ترافیکي_پېښه_شل_تنه_ټپیان_شوي
باختر خبري آژانس نن د بغلان د امنیتي چارواکو په قول راپور ورکړی چې دا پېښه هغه مهال وشوه، چې د سپرلیو یو بس د دغه ولایت د خنجان ولسوالۍ په پُل ملخان سیمه کې چپه شو.
(last modified 2025-03-14T08:32:49+00:00 )
Mar 14, 2025 13:00 Asia/Kabul
  • په بغلان ولایت کې ترافیکي پېښه، شل تنه ټپیان شوي

باختر خبري آژانس نن د بغلان د امنیتي چارواکو په قول راپور ورکړی چې دا پېښه هغه مهال وشوه، چې د سپرلیو یو بس د دغه ولایت د خنجان ولسوالۍ په پُل ملخان سیمه کې چپه شو.

سالنګ ته نژدې په بغلان ولایت په یوه ترافیکي پېښه کې شل تنه ټپیان شول.

باختر خبري آژانس نن د بغلان د امنیتي چارواکو په قول راپور ورکړی چې دا پېښه هغه مهال وشوه، چې د سپرلیو یو بس د دغه ولایت د خنجان ولسوالۍ په پُل ملخان سیمه کې چپه شو.

د چارواکو په وینا، د دې پېښې ټپیان ۱۲ سړي، ۴ ښځې او ۳ ماشومان دي.

ویل شوي چې ټول ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بس د چپه کېدو د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي قوانینو نه رعایت، او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي د افغانستان د ترافیکي پېښو اساسي عوامل بلل کېږي.

سږ کال په افغانستان کې ترافیکي پېښې ریکارډ حد ته زیاتې ثبت شوي چې له کبله یې زرګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.