د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تورخم پوله پرانیستل شوه
د افغانستان او پاکستان ترمینځ د طورخم ستره لاره پرون د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر مخ پرانستل شوې ده
زمونږخبریال د افغان خبرو سرچینو له قوله راپور راکړ،له پنځه ویشت ورځنۍ بند وروسته پرون د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تورخم سرحدي دروازه د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر مخ پرانستل شوه.
د افغانستان یو شمیر ځاي چارواکو ویلي، د راتلونکې جمعې په ورځ به پاکستانی لوری د مسافرانو د تګ راتګ په موخه خپل سیستمونه فعالوي او دغه دروازه به له هغې وروسته د هر ډول تګ راتګ په وړاندې پرانستل شي.
د افغانستان په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي مخلص احمد په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي، د تورخم دروازه له پنځه ویشت ورځني بندیز وروسته د باروړونکو او خالي ګاډو په وړاندې پرانستل شوې، او دغه شان ټاکل شوې چې د راتلونکې جمعې په ورځ به د ناروغانو او ټولو مسافرو پر مخ پرانستل کیږي
په عین حال کې د افغانستان د ننګرهار ولایت د سرحدي سیمې مسئول ملا عبدالجبار حکمت رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د دروازو له خلاصون وړاندې د دواړو لوریو مسولینو خبرې وکړې او د دروازې پر خلاصون هوکړې ته ورسېدل.
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان او پاکستان سپین روبو جرګه مشرانو هم وئيلي دي،د دواړو غاړو د مسؤلو چارواکو ناسته شوې، په دې ناسته کې د جرګې د وړاندیزونو له مخې پرېکړه وشوه چې د اپریل تر ۱۵ مې به اوربند ټینګ وي او دغه شان به په لانجمه سیمه کې هیڅ ډول فعالیت نه کیږي. "
خو د طالبانو حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي او دا هم لا معلومه نه ده چې په لانجمه سیمه کې د طالب ځواکونو له لوري د پوستې پر جوړولو کار روان دی او که درول شوی دی .