په هرو درېیو افغانانو کې یو یې له لوږې سره مخ دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i158324-په_هرو_درېیو_افغانانو_کې_یو_یې_له_لوږې_سره_مخ_دی
د خوړو نړیوال پروګرام WFP وايي چې لاهم د افغانستان د ټولو وګړو له درېیو یوه برخه خلک له لوږې سره مخامخ دي.
(last modified 2025-03-22T02:57:48+00:00 )
Mar 22, 2025 07:24 Asia/Kabul
  • په هرو درېیو افغانانو کې یو یې له لوږې سره مخ دی

د خوړو نړیوال پروګرام WFP وايي چې لاهم د افغانستان د ټولو وګړو له درېیو یوه برخه خلک له لوږې سره مخامخ دي.

د ملګروملتونو دې اړوندې ادارې پرون (د وري میاشتې په لومړۍ نېټه) د نوي ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د پیل او نوروز په مناسبت په یوه پیغام کې د سمنک د جوړولو د څرنګوالي په اړه یوه ویډیو خپره کړې او ویلي دي داسې مهال چې ډېر افغانان د سمنک په پخولو سره نوروز لمانځي د افغانستان له درېیو یوه برخه وګړي له لوږې څخه کړېږي.

د WFP پیغام زیاتوي چې اوس مهال له اړو کورنیو سره د دې سازمان مرستې دوام لري.

له دې مخکې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره د بودیجې پر کمښت اندېښنه ښودلې وه او ویلي وو چې په روان میلادي کال کې نژدې ۲۳ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.