په جرمني کې یوه افغان کډوال د یوه پلورنځي څښتنه وژلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i159894-په_جرمني_کې_یوه_افغان_کډوال_د_یوه_پلورنځي_څښتنه_وژلې
افغان رسندویو د جرمني رسنیو له قوله راپور ورکړی چې د یوه پلورنځي افغان کارکوونکي خپله مالکه د پیسو د غلا کولو په نیت وژلی دی.
(last modified 2025-05-09T05:00:24+00:00 )
May 09, 2025 09:28 Asia/Kabul
  • په جرمني کې یوه افغان کډوال د یوه پلورنځي څښتنه وژلې

افغان رسندویو د جرمني رسنیو له قوله راپور ورکړی چې د یوه پلورنځي افغان کارکوونکي خپله مالکه د پیسو د غلا کولو په نیت وژلی دی.

بیلډ ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا پیښه په کریفیلډ ښار کې شوې ده.

د راپور له مخې، افغان بریدګر یوه ۴۱ کلنه ښځه په چاقو وهلې او وژلې ده.

راپور وايي: «ظاهراً، دوی دواړو خپل ورځني عاید محاسبه کاوه چې ناڅاپه ۲۵ کلن افغان سړي د پلورنځي څښتنه څو ځله په چاقو وواهله او هغه یې ټپي کړه.»

په راپور کې راغلي  چې دغه ښځه د خپلو ټپونو له امله مړه شوې ده.

د کریفیلډ ښار پولیسوافغان بریدګر د تېښتې پرمهال له پیسو سره نیولی دی.

بیلډ ورځپاڼې د یوه څارنوال له قوله ویلي چې دغه افغان کډوال به محکمې ته حاضر شي او بیا به زندان ته واستول شي.

افغان کډوالو تېر کال په جرمني کې ګڼې وژنې کړې دي.